د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د کابل د انتخاباتي حوزو د کاميابو نامزادانو د سوګند مراسم
(last modified Wed, 15 May 2019 12:55:29 GMT )
May 15, 2019 17:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د کابل د انتخاباتي حوزو د کاميابو نامزادانو د سوګند مراسم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، تر اوه میاشتني ځنډ وروسته د کابل د ولسي جرګې د وروستیو نتائجو اعلانول «واقعاً» یو ناورین و.

د افغان آوا د رپوټ له مخې اشرف غني نن په ارګ کې د کابل او پکتیا ولایتونو د ولسي جرګې د نوو غړو د لوړې د مراسمو پرمهال وویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې د ورته ناورین مخه باید ونیول شي. افغان ولسمشر د یادو نتائجو د ځنډېدو اصلي سبب د ټاکنیزو کمېسیونونو د مخکنیو مسؤلینو بې کفایتي وبلله.

د افغانستان د خلکو غوښتنه داده چې یو عادلانه نظام یې استازیتوب وکړي."

نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنیزو حوزو او عادلانه استازیتوب یو له هغو موضوعاتو څخه دي چې د ولسي جرګې غړي به ورباندې بحث وکړي.

هغه وویل:"د هغه خپلواکۍ له مخې چې اساسي قانون تاسو ته درکړې ده، په راتلونکې کې د پېښېدونکي ناورین مخه باید ونیول شي، د خلقو باور باید بېرته ورغول شي،چې رایې په اساسي ډول برخلیک ټاکونکې ده او کومه رایه چې اچول کېږي، په پاک او شفاف ډول شمېرل کېږي، پاکه او شفافه محاسبه کېږي او پایلې ژر اعلانېږي."

 

 

ټیګونه