د افغانستان په پلازمینه کښې امنیتي تابیاوې سختې کړی شوې
(last modified Wed, 22 May 2019 10:09:45 GMT )
May 22, 2019 14:39 Asia/Kabul
  • د افغانستان په پلازمینه کښې امنیتي تابیاوې سختې کړی شوې

خبري سرچینو د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د امنیتي تدابیرو د سختیدو خبر ورکړی دی.

د ایرنا د رپورټ له مخې نن یعنې د غبرګولي په اوله نیټه د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د پړاؤ ختمیدو او د انتخاباتو تر ترسره کیدو پورې د هغه د ولسمشرۍ د تمدید په لړ کښې رامینځته شویو مسائلو ته په پام سره چې ځینې مخالفان هم لري، نن په کابل کښې امنیتي تابیاوې زیاتې کړی شوې دي.

د ویلو ده چې د افغانستان سترې محکمې په دې وروستیو کښې د دغه هیواد د راتلونکو ولسمسشریزو ټاکنو تر کیدو پورې د اشرف غني د کار دوام تمدید کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات مخکښې د اپریل په شلمه نیټه کیدونکي وو خو تراوسه دوه ځلې ځنډول شوې دي او اوس د ستمبر اتویشتمه نیټه د دغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره په نظر کښې نیول شوې ده.

 

ټیګونه