په ارګ ماڼۍ کښې اخلاقي فساد نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82426-په_ارګ_ماڼۍ_کښې_اخلاقي_فساد_نشته
د افغانستان د ولسمشر ویاند د دغه هیواد په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کښې د اخلاقي فساد په هکله د اشرف غني د پخواني سلاکار ادعا رد کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2019 02:49 Asia/Kabul
  • په ارګ ماڼۍ کښې اخلاقي فساد نشته

د افغانستان د ولسمشر ویاند د دغه هیواد په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کښې د اخلاقي فساد په هکله د اشرف غني د پخواني سلاکار ادعا رد کړه.

آوا خبري آژانس لیکلي چې هارون چخانسوري پرون په کابل کښې یوه خبري غونډه کښې د ارګ د پخواني سلاکار حبیب احمدزي تورونه بې بنیاده او دروغ وبلل.

حبیب ا... احمدزي مدعي شوی چې داسې کسان پیژني چې له شپږو سوو یې کمې راې درلودلې خو د اشرف غني سلاکار فضلي د ناروا اړیکو په بدل کښې هغوي بریالي اعلان کړي دي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند وايي چې احمد زي د خپلو شخصي اغراضو په خاطر هڅه کوله چې د دروغ ویلو له دې لارې په عامه ذهنونو کښې تشویش رامینځته کړي.