په کابل کښې دیوې کورنۍ اوه غړی وژل شوی
May 27, 2019 08:14 Asia/Kabul
-
په تیرې جمعې ورځ هم د کابل ښار د جمعې لمانځه په دستورو کښې په بم چاودنه کښې دجومات امام وژل شوی .
زمونږخبریال وایی دافغانستان دپلازمینې د کابل د پولیسو ویاند فرامرز فردوس وویل نن سهار وختی وسله وال کسان یوه(۱) کور ته ننوتل او دیوې(۱) کورنۍ اوه(۷) غړی یې په ډزو ووژل .
د کابل دپولیسو ویاند ددغه پیښې نور جزیات بیان نکړل .
دافغانستان دکورنیو چارو دوزارت ویاند نصرت رحیمی هم وویل نن سهار د کابل ښار په دوهمې(۲) امنیتی حوزې کښې د حج او د اوقافو د وزارت د کارکونکو د ګاډی په لاره کښې په بم چاودنه کښې دوه (۲)کسان وژل شوی او لس(۱۰) نور ژوبل شوی دی .
په تیرې جمعې ورځ هم د کابل ښار د جمعې لمانځه په دستورو کښې په بم چاودنه کښې دجومات امام وژل شوی او شپاړس(۱۶) نور کسان ژوبل شوی وو .
ټیګونه