د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو د اشرف غني د کاري پړاؤ په تمدیدیدو نیوکه وکړه
(last modified Sat, 01 Jun 2019 03:16:17 GMT )
Jun 01, 2019 07:46 Asia/Kabul
  • د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو د اشرف غني د کاري پړاؤ په تمدیدیدو نیوکه وکړه

د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کاندیدانو د اوسني ولسمشر اشرف غني د کاري پړاؤ د تمدیدولو په هکله د هیواد و سترې محکمې د وضاحت غوښتنه وکړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو کاندیدانو وویل: د اساسي قانون له مخې د ملي وحدت د حکومت عمر ختم شوی او د افغانستان ستره محکمه د اشرف غني د ولسمشرۍ د تمدیدولو صلاحیت نه لري او په دې هکله باید وضاحت ورکړي.

دوی د افغانستان له خلکو هم وغوښتل چې له ولسمشرۍ د اشرف غني د څنګته کولو لپاره راپورته شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغه هیواد د ملي وحدت د حکومت کاري پړاؤ لس ورځې مخکښې پاې ته رسیدلی خو اشرف غني د هیواد د سترې محکمې په حکم باندې په تکیې سره، د ولسمشر په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

 

ټیګونه