دافغانستان ۸۰ ټنه وچې میوې هند ته واستول شوې
-
هند به د چابهار بندر له لارې د مرکزي اسیا له ستراتیژیکې سیمې او افغانستان سره وګنډل شي .
شفقنا خبری اژانس وایی دافغانستان د سوداګرۍ او د صنایعو د کوټې مرستیال خان جان الکوزی پرون وویل ددغه هیواد اتیا(۸۰) ټنه وچې میوې دایران دچابهار بندر له لارې هند ته صادرې شوی دی .
هغه وویل دا دافغانستان د وچو میوو دوهم(۲) صادراتی پیټی دی چې په کانټینر سره دایران چابهار بندر ته انتقال شوی او بیا هند ته استولی شوی دی .
د افغانستان د سوداګرۍ او د صنایعو دکوټې ویاند سمیر رسا هم وویل د لومړی ځل لپاره د هیواد د سوداګرانو شیان وتوانیدل په ترټولو کم لګښت سره د هندوستان د ګاهکانو لاسونو ته ورسیږی .
دافغانستان دشیانو لومړنی پیټی د روان میلادی کال په لومړیو کښې د ایران له چابهار بندر څخه هند ته استول شوی وو .
هند به د چابهار بندر له لارې د مرکزی اسیا له ستراتیژیکې سیمې او افغانستان سره وګنډل شی او دغه کوریډور د هند دانرژۍ د اړتیا په پوره کولو کښې مهم رول لری .