په افغانستان کښې تقريباً پينځه سوه طالبان له بنده آزاد شول
د افغانستان د ولسمشرۍ ارګ ماڼۍ وويل،تر پرون چارشنبې پورې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکم څلور سوه نوي طالب بنديان له بنده ازاد کړې شول.
د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز وويل، دغه طالب ځواکونه په کابل کښې له بګرام، پلچرخي او د ننگرهار، پکتیکا، قندهار، هرات، جوزجان، کنړ، فراه، بلخ، قندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، فاریاب، بادغیس، لوگر، خوست او په غزني ولايتونو کښې له بنده ازاد کړې شول.
افغان حکومت د تېر ايتوار په ورځ د خپل روغ نيت ښودلو لپاره د طالب ډلې د بنديانود ازادولو بهير شروع کړ.
افغان ولسمشر د واړۀ اختر په موقع اعلان وکړ چې د صلحې د مشاورتي لوئې جرګې د غوښتنې له مخې د دغه هېواد له بندي خانو څخه تقريباً نهه سوه طالب بنديان ازادوي.
طالب دلې د يوې خبرتيا په خپرولو سره د افغانستان په بندي خانو کښېد خپلو ځواکونو له آزادېدو څخه هرکلے کړے او د ټولو طالب بنديانو د ازادولوغوښتنه يې کړې ده.