کابل کښې ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82824-کابل_کښې_ځانګړې_امنیتي_تابیاوې_غوره_شوې
افغان سرچینو د پلازمینې کابل ښار د امنیت د ښه والي په موخه د افغانستان د ځانګړو امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 16, 2019 13:08 Asia/Kabul
  • کابل کښې ځانګړې امنیتي تابیاوې غوره شوې

افغان سرچینو د پلازمینې کابل ښار د امنیت د ښه والي په موخه د افغانستان د ځانګړو امنیتي ځواکونو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی دی.

شفقنا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان امنیتي سرچینو نن سهار وویل: افغان امنیتي ځواکونو په کابل کښې د ترهګرو، د نشه ایزو توکو د خرڅونکو، جنایي جرمونو او د غیرقانوني وسلې د ګرځونکو مجرمانو د نیولو لپاره ځانګړي عملیات پیل کړي دي.

د دې عملیاتو د پیلولو حکم د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ورکړی دی.

د ویلو ده چې په تیره یوه میاشت کښې په کابل کښې ډیرې ترهګې حملې او مرګ ژوبلې رامینځته شوې دي.