په افغانستان کښې د نوي بحران په اړه د عبدالله عبدالله خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83016-په_افغانستان_کښې_د_نوي_بحران_په_اړه_د_عبدالله_عبدالله_خبردارے
د افغانستان د ملي يووالي د حکومت اجرائي مشر په دغه هېواد کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتوپه اړه د رامنځته شوي نوي بحران په باره کښې خبردارے ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2019 09:37 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د نوي بحران په اړه د عبدالله عبدالله خبردارے

د افغانستان د ملي يووالي د حکومت اجرائي مشر په دغه هېواد کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتوپه اړه د رامنځته شوي نوي بحران په باره کښې خبردارے ورکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کښې د رائې ورکونکو د نوم ثبتونې د بهير د ليدو په موقع وويل، که د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه مخکښيني مشکلات تکرار شي نو افغانستان به له يو نوي بحران سره مخامخ شي.

هغه تاکيد وکړ، د انتخاباتو کمېشنونه په غاړه ستره ذمه واري لري و پکار دي خپلواکه عمل کړي چې مشکلات رامنځته نه شي.

ټاکل شوې ده د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان ميلادي کال د ستمبر په ۲۸ اوشي.