طالبان دې بې له وارمخکښې شرطه له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي
(last modified Thu, 11 Jul 2019 03:02:31 GMT )
Jul 11, 2019 07:32 Asia/Kabul
  • طالبان دې بې له وارمخکښې شرطه له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي

د افغانستان ولسمشر له طالب ډلې سره بې له وارمخکښې شرطه د خپل حکومت د نیغ په نیغه مذاکراتو په ضرورت ټینګار وکړ.

محمد اشرف غني پرون په کابل کښې په یولړ مراسمو کښې وویل: لپاره د دې چې د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ مستقیمې خبرې اترې پیل شي، هغه ټول وارمخکښې شرطونه چې مخکښې ټاکل شوې وو، اوس ختم کړی شول.

افغان ولسمشر زیاته کړه: اوس په هیواد کښې له طالبانو سره د صلحې لپاره یو داسې بې مخینې فرصت رامینځته شوی دی چې په تیرو اتلسو کلونو کښې یې مخینه نه ده لرلې او که دا فرصت له مینځه لاړ شي نو پایلې به یې د جبرانیدو وړ نه وي.

اشرف غني له طالب ډلې سره په جنګ کښې د افغان پوځیانو له درنو تلفاتو اندیښنه وښودله او څرګنده یې کړه: د افغان پوځیانو د وژل کیدو معنا دا ده چې دا جنګ ډیر لګښت لري او په دې وجه حکومت باید له طالب ډلې سره موافقې ته ورسیږي.

افغان ولسمشر د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې په ټاکلي وخت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.

 

ټیګونه