د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لګښت نه دی تامین شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83324-د_افغانستان_د_ولسمشریزو_انتخاباتو_لګښت_نه_دی_تامین_شوی
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې وویل چې د دغه هیواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لګښت تراوسه نه دی برابر شوی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 11, 2019 07:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لګښت نه دی تامین شوی

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشرې وویل چې د دغه هیواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لګښت تراوسه نه دی برابر شوی.

میرمن حوا علم نورستاني پرون په کابل کښې یوه خبري غونډه کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدو د لګښت له تامینونکو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي څو د انتخاباتو خپلواک کمیشن وتوانیږي دغه انتخابات په ټاکلې نیټه ترسره کړي.

که څه هم د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مشرې د خپل هیواد د ولسمشریزو انتخاباتو د لګښت د تامینونکو هیوادونو او سازمانونو نوم وانه خیسته خو ستره برخه يې ملګري ملتونه او له افغانستان سره مرسته کونکي هیوادونه ورکوي.

د دغو ټاکنو د ترسره کیدو لګښت کابو دوه سوه میلیون ډالر تخمین شوی دی. دغه انتخابات د روان ۲۰۱۹ کال د دسمبر په اتویشمه نیټه ترسره کیدونکې دي.