اشرف غني په افغانستان کښې د دار الافتاء د جوړولو حکم ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83435-اشرف_غني_په_افغانستان_کښې_د_دار_الافتاء_د_جوړولو_حکم_ورکړ
د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د دار الافتاء د جوړولو امر وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2019 11:40 Asia/Kabul
  • اشرف غني په افغانستان کښې د دار الافتاء د جوړولو حکم ورکړ

د افغانستان ولسمشر په دغه هیواد کښې د دار الافتاء د جوړولو امر وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نن په یوه خبرپانه کښې وویل چې محمد اشرف غني په خپلواکو تشکیلاتو سره د شرعي فتوو د صادرولو د یوازنۍ مرجع او سرچینې په توګه د (دارالافتاء) د جوړولو حکم صادر کړ.

افغان ولسمشر د خپل هیواد عدلیې وزارت ته امر کړی چې د دارالافتا د جوړولو قانوني مراحل ترسره کړي.

د افغانستان د حکومت له خوا د اعلان شوې دارالافتا څرنګوالی او د غړو ترکیب یې لا نه دی معلوم خو په دې وروستیو کلونو کښې به له شیعه او سني عالمانو جوړې د افغانستان د علماؤ شورا د دغه هیواد د دیني، سیاسي او اجتماعي مسائلو په وړاندې دریځنیونه کوله.

د دار الافتاء د جوړولو طرحه په کال ۱۳۹۱ شمسي کښې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وختو کښې هم مطرح شوې وه خو عملي نه شوه.

د ویلو ده چې د افغانستان ۹۹ فیصده خلک مسلمانان دي.