اشرف غني د امریکې او طالبانو له پټې موافقې اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83447-اشرف_غني_د_امریکې_او_طالبانو_له_پټې_موافقې_اندیښنه_څرګنده_کړه
د افغانستان ولسمشر د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د پټې موافقې له احتماله خپله اندیښنه وښودله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2019 07:29 Asia/Kabul
  • اشرف غني د امریکې او طالبانو له پټې موافقې اندیښنه څرګنده کړه

د افغانستان ولسمشر د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د پټې موافقې له احتماله خپله اندیښنه وښودله.

تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې محمد اشرف غني د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو په هکله وویل: زه د افغانستان د راتلونکي په هکله د طالبانو او امریکې له پټې موافقې اندیښمن یم.

د مریکې او طالب ډلې د استازو ترمینځ د خبرواترو اووم پړاؤ په قطر کښې ترسره شو خو دغو مذاکراتو تراوسه د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلې.

د افغانستان ولسمشر په عین حال کښې وویل چې له طالب ډلې سره د صلحې فاینل موافقه د ولسمشریزو انتخاباتو له ترسره کیدو وروسته او د جمهوري نظام په چوکاټ کښې امکان لري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روان ۲۰۱۹ کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شي.