افغانستان کښې د قطر سفارت پرانستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83845-افغانستان_کښې_د_قطر_سفارت_پرانستل_شو
قطر د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کښې خپل سفارت جوړ کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2019 08:45 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د قطر سفارت پرانستل شو

قطر د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کښې خپل سفارت جوړ کړ.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر نن وویل چې په کابل کښې د قطر وړومبني سفیر سعید مبارک الخیارین الهاجري خپل باور لیک د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړی دی.

د افغانستان له ولسمشر سره د قطر د سفیر په کتنه کښې د سیمه ایزې صلحې او ثبات، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او د اقتصادي ملګرتیاؤ په شمول د مختلفو مسائلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه.

په افغانستان کښې د قطر سفر هم داشان له افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني سره هم ملاقات وکړ.

په کابل کښې د قطر سفارت په داسې حال کښې برانیستل شوی دی چې د طالب ډلې سیاسيدفتر هم په دوحه کښې دی، چرته چې د طالبانو او د امریکې د استازو ترمینځ د صلحې د خبرواترو اته پړاؤنه ترسره شوي او بې ګټې ختم شوې دي.