د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې سرې کرښې اعلان شوې
د افغانستان ولسمشر جمهوري اسلامي نظام، په رسمیت د افغانستان د حکومت پيژندل، د امنیتي ارګانونو خوندیتوب او د دغه هیواد د بیرغ نه بدلیدل له طالب ډلې سره د صلحې د موافقې سرې کرښې وبللې.
د افغانستان ولسمشر جمهوري اسلامي نظام، په رسمیت د افغانستان د حکومت پيژندل، د امنیتي ارګانونو خوندیتوب او د دغه هیواد د بیرغ نه بدلیدل له طالب ډلې سره د صلحې د موافقې سرې کرښې وبللې.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې محمد اشرف غني په کابل کښې د امنیتي ځواکونو په کتنه کښې زیاته کړه: له طالب ډلې سره د صلح د موافقې له لاسلیکیدو وروسته به له امریکې سره امنیتي تړون هم لغو شي.
له طالب ډلې سره د صلحې د موافقې د سرو کرښو په هکله د افغانستان د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کښې دي چې دغې ډلې په کراتو ویلې دي چې د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پيژني او له حکومت سره نیغ په نیغه خبرواترو ته غاړه نه ږدي.