ایران او افغانستان د انرجۍ په برخه کښې ملګرتیا پراخول غواړي
د ایران د انرجۍ مرستیال وزیر او د افغانستان د اوبو او انرجۍ وزیر د انرجۍ په برخه کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا لارې چارې وڅیړلې.
د ایرنا د خبر له مخې د ایران د انرجۍ د وزیر مرستیال همایون حائري په کابل کښې د افغانستان د اوبو او انرجۍ له وزیر محمد ګل ځلمي سره په ملاقات کښې، د اوبو او لمر د سرچینو په برخه کښې د افغانستان ښو وړتیاؤ ته په اشارې سره وویل: د ایران او افغانستان په ګډه پوله کښې د ښې بادي انرجۍ د ظرفیت باوجود، دواړو لوري له دغې ۱۶ زره میګاواټي ظرفیت او وړتیا څخه استفاده کولې شي.
ښاغلي حائري په دې خبرې سره چې د ایران او افغانستان د بریښنايي شبکې نښلیدل د دواړو هیوادونو د خلکو په ګټه دي، زیاته کړه: له ایران سره د افغانستان د بریښنايي نیټ ورک نښلیدل دغه هیواد د بریښنا په ستر صادرونکي بدلولی شي.
د ایران د انرجۍ وزیر هم داشان د افغانستان د تجهیزاتو او بریښناکوټونو بیارغاونې ته د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ.
په دغه کتنه کښې د افغانستان اوبو او انرجۍ وزیر محمد ګل ځلمي هم له ایران سره د ملګرتیا په پراختیا باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: افغانستان هڅه کوي چې د سیمې د انرجۍ په کوریډور او دهلیز بدل شي.