دپاکستان راکټی بریدونو درې ماشومان وژلی
Aug 29, 2019 09:23 Asia/Kabul
-
دافغانستان د ولسمشر دفتر مخکې دغه حملې غندلي دي .
زمونږخبریال وایی دافغانستان د کونړ د والی ویاند عبدالغنی مصمم نن وویل په دانګام ولسوالۍ د پاکستان له خاورې په نویو راکټی بریدونو کښې درې (۳) ماشومان ووژل شول او شپږ (۶) نور ژوبل شول .
له تیرو اوو(۷)ورځو راهسې دافغانستان په کونړ ولایت د پاکستان له خاورې راکټی حملې زیاتې شوی دی .
دافغانستان د ولسمشر دفتر مخکې دغه حملې غندلی دی .
په ملګروملتونو کښې د افغانستان استازی هم د پاکستان له خاورې په راکټی حملو د ملګروملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی .
ټیګونه