د افغانستان حکومت له طالبانو سره د احتمالي موافقې په هکله له امریکې وضاحت وغوښته
(last modified Fri, 06 Sep 2019 01:20:14 GMT )
Sep 06, 2019 05:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت له طالبانو سره د احتمالي موافقې په هکله له امریکې وضاحت وغوښته

د افغانستان د ولسمشر ویاند وویل چې د دغه هیواد حکومت له طالب ډلې سره د امریکې د احتمالي موافقې او د هغې د پایلو په اړه اندیښمن دی او د دې موافقې په هکله یې د واشنګټن د توضیح غوښتنه وکړه.

د افغانستان د لسمشر ویاند وویل چې د دغه هیواد حکومت له طالب ډلې سره د امریکې د احتمالي موافقې او د هغې د پایلو په اړه اندیښمن دی او د دې موافقې په هکله یې د واشنګټن د توضیح غوښتنه وکړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې حکومت په هیواد کښې د صلحې د ټینګښت غوښتونکی دی او په دې لړ کښې د ټولو هلوځلو ملاتړ کوي، د امریکې او طالبانو ترمینځ احتمالي موافقې څخه د افغان حکومت د اندیښنې خبر ورکړ.

صدیقي زیاته کړه: له طالب ډلې سره د امریکې هوکړه لیک د افغانستان لپاره ځینې پایلې او خطرونه لري.

 

ټیګونه