د افغانستان د ملي امنیت مشر استعفا ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84449-د_افغانستان_د_ملي_امنیت_مشر_استعفا_ورکړه
د افغانستان د ملي امنیت رئیس له خپل مقام څخه استعفا ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2019 03:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ملي امنیت مشر استعفا ورکړه

د افغانستان د ملي امنیت رئیس له خپل مقام څخه استعفا ورکړه.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل: په ننګرهار ولایت کښې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کښې د څلورو ملکي افغانانو له وژل کیدو وروسته ولسمشر اشرف غني د دغه هیواد د ملي امنیت د مشر محمد معصوم ستانکزي استعفا ومنله.

د ویلو ده چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کښې د افغانستان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کښې چې د امریکايي پوځیانو په ملاتړ کښې شوي، څلور تنه عامه افغانان وژل شوې دي.

خو ځینې رپورټونه بیا وايي چې ستانکزي په تیرو څلور پنځو ورځو کښې په کابل ښار کښې د دوو ترهګرو چاودونو له امله له خپل مقامه استعفا ورکړې ده. په دغو دوو چاودنو کښې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.