په افغانستان کښې پوځي عملیات جاري ساتو
Sep 11, 2019 11:55 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د ناټو او امریکې د پوځیانو قومندان په دغه هیواد کښې د طالبانو خلاف د پوځي عملیاتو په جاري ساتلو ټینګار وکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې جنرال سکاټ میلر وویل: په افغانستان کښې د طالب ډلې خلاف د پوځي عملیاتو ترسره کول ضروري دي.
هغه هم داشان ادعا وکړه چې د امریکې حکومت په افغانستان کښې د صلحې او امنیت د تامینولو غوښتونکی دی او په دې لړ کښې هلې ځلې کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کښې شوې دي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ د روانې اونۍ په وړومبیو کښې په قطر کښې له طالبانو سره د امریکې خبرې اترې په کابل کښې د یو امریکايي پوخي د وژل کیدو په پلمه لغو کړې.
ټیګونه