د افغانستان لوبغاړو له کرکټ ټسټ سریز وروسته بنګله دیش ته په فټ بال کې هم ماته ورکړه
یاده دې وی چې څو ورځې مخکې دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې د بنګله دیش دکرکټ ملی لوبډلې ته هم دکرکټ په تسټ لوبو کې د لومړی ځل لپاره درنده ماته ورکړې وه .
زمونږ خبریال راپورراکړ د فوټبال نړیوال جام سیالیو د مقدماتی لوبو په دوام کې پرون د افغانستان دفټ بال ملی لوبډلې دبنګله دیش دفټ بال ملی لوبډلې ته د صفر په مقابل کې په یوه ګول سره ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان په کوربهتوب د ګاونډی هېواد تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې پرون و شوه.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دوهمه لوبه وه. د افغانستان د ملی لوبډلې کپټان فرشاد نور د لوبې په لومړۍ نیمایی کې د بنګلهدېش دروازه خلاصه کړه .
افغانستان پنځه ورځې وړاندې ددغو سیالیو خپله لومړنۍ لوبه په لوی توپیر قطر ته وبایلله. قطری لوبغاړو د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه کړی ، خو مقابل لوری یعنی د افغانستان ملی لوبډلې یو ګول هم جبران نهکړ.
د فوټبال نړیوال جام ته د لار موندنې په هدف ۴۰ آسیایی ټیمونه سره سیالی کوی . افغانستان ،له قطر، عمان، بنګلهدېش او هند سره په «اې» ډله کې دی.
د فوټبال نړیوال جام په ۲۰۲۲ کال کې د قطر په کوربهتوب ترسره کېږی او ورپسې به په ۲۰۲۳ کال کې د آسیایی ملتونو جام هم ترسره شی.
یاده دې وی چې څو ورځې مخکې دافغانستان دکرکټ ملی لوبډلې د بنګله دیش دکرکټ ملی لوبډلې ته هم دکرکټ په تسټ لوبو کې د لومړی ځل لپاره درنده ماته ورکړې وه .