د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو څلورم نامزد انصراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84842-د_افغانستان_د_ولسمشرۍ_انتخاباتو_څلورم_نامزد_انصراف_وکړ
د افغانستان د ولسسمشر د انتخاباتو څلورم نامزد هم په دغو انتخاباتو کښې له ګډونه ډډه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2019 09:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو څلورم نامزد انصراف وکړ

د افغانستان د ولسسمشر د انتخاباتو څلورم نامزد هم په دغو انتخاباتو کښې له ګډونه ډډه وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د متحده ملي ګوند مشر نورالحق علومی نن د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتوکښې له ګډونه په ډډې کولو سره د د دغه هېواد د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني له ټيم څخه ملاتړ وکړ.

له دې مخکښې هم شېدا محمد ابدالي، زلمي رسول او محمد حنيف اتمر د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتوله شرکت کولو ډډه کړې وه.

له حنيف اتمر نه بغېر چې په دغو انتخاباتو کښې يې خپل بې پلويتوب اعلان کړے دے درې نورو نامزدانو چې ډډه کړې ده د اشرف غني په مشرۍ د حکومت جوړونکي ټيم ملاتړ اعلان کړے دے.

د افغانستان د انتخاباتي شکايت خپلواکه کمېشن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزدانو انصراف خلاف ورزي بللې او ويلي يې چې دغه کسان به جرمانه کيږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات ټاکل شوې ده د ستمبر په اتويشتمه يا د تلې په شپږمه ترسره کيږي.