په غزنی کې د طالبانو یو مهم قومندان ووژل شو
له دې سره په یووخت د افغانستان دملی دفاع وزارت په پرونۍ اعلامیې کې هم وئیل شوی دی ، دتخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ ئې له طالبانو پاکه کړې او په پاکونکو عملیاتو کې ئې په لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
زمونږ خبریال دصدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان د غزنی د والی ویندوی عارف نوری وئیلی دی دغزنی ولایت په ځینو مرکزی سیمو باندې د پوځ دهوائی ځواک په حملو کې چې پرون ناوخته شوی ،د طالبانو دیوه مهم کمانډر مولوی عبدالحنان پشمول چې ددغې ډلې د نظامی کمیشن غړی و،۲۴وسلوال طالبان په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یوه هوایی برید کې وژل شوی دی .
البته د خبر ترمخابیره کیدا پورې دطالبانو مسئولانو په دې اړه څه نه دی وئیلی .
دا په داسې حال کې دی چې پرون دغزنی په سلګونو خلکو د بهرنیو او حکومتی ځواکونو له خوا د بمباریو په خلاف ستر لاریون کړی او په دغو بمباریو کې ئې دعامو خلکو پر وژلو سخت غبرګون ښودلی دی .
غزنی ولایت د افغانستان د ختیځ یوه ناکراره سیمه ده چې زیاتره پکې د طالبانو اوداعشیانو وګړی فعالیتونه کوی .