د طالبانو په خلاف د افغانستان د ملي امنيت د صلاحکار د جنګ اعلان
(last modified Tue, 01 Oct 2019 09:26:06 GMT )
Oct 01, 2019 13:56 Asia/Kabul
  • د طالبانو په خلاف د افغانستان د ملي امنيت د صلاحکار د جنګ اعلان

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار خبردارے ورکړ، که طالبان د صلح له بهير سره يوځاے نه شول د اشرف غني حکومت به د دغې ډلې په خلاف جنګ لا سخت کړي.

د اېسوشي اېټډ پرېس د رپوټ له مخې حمد الله محب چې پرون د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د ګډون لپاره نيويارک ته لاړ دے له طالب ډلې وغوښتل چې د صلحې له بهير سره دې يوځاے شي.

د افغانستان د ملي امنيت صلاحکار وويل، طالبانو او د هغوي بهرنيو ملاتړ ته د دغه هېواد د خلقو پېغام دا دے چې د کابل د حکومت د صلحې په بهير کښې دې شامل شي او يا به مونږ جنګ ته دوام ورکړو.

حمدالله محب په داسې حال کښې دا څرګندونې کوي چې طالبانو هم په قطر کښې د ټرمپ لخوا د خبرو اترو د بندولو له اعلانه وروسته تاکيد کړے چې د افغانستان د نيواک تر ختمېدو و د بهرنيو فوځيانو تر وتلو به جنګ ته دوام ورکړي او امريکه يې هم په افغانستان کښې د وينې بيونې د دوام ذمه واره وبلله.

 

ټیګونه