طالبان هم جګړې ته او هم صلحې ته تیار دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرداری ورکړی دی چې طالبان هم جګړې ته تیار دي او هم صلحې ته.
ضمیر کابلوف له یو هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبان لا هم چمتو دي چې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي او له امریکا سره هوکړه لاسلیک شي، خو په وینا یې که امریکایان جګړه انتخابوي نو طالبان جګړې ته هم چمتو دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو ترې غوښتي دي تر څو له امریکا سره د سولې د خبرو اترو په بیا پيل کې ورسره مرسته وکړي او دا هغه ټکی دی چې د کابلوف په وینا امریکا او خلیلزاد هم ورته لیوالتیا لري.
خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان بیا ویلي تر څو چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي د سولې هڅې به نتیجه ورنکړي.
یاده دې وي چې روسیه او پاکستان په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو په استازیتوب داسې مهال غږېږي چې امریکا له دغې ډلې سره خبرې لغوه کړې دي او د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې طالبان د یوې مهمې هوکړې د ترسره کولو صلاحیت نه لري.