امریکا د افغانستان ۳۹ ملکی وګړی وژلی دی
(last modified Thu, 10 Oct 2019 01:15:32 GMT )
Oct 10, 2019 05:45 Asia/Kabul
  • د امریکا او دنورو خارجي هیوادونو دعسکرو په شتون سره په ټوله سیمه کښې ترهګرۍ ، ناامنۍ او دنشه ایزو موادو کر او قاچاق زیات شوی دی .
    د امریکا او دنورو خارجي هیوادونو دعسکرو په شتون سره په ټوله سیمه کښې ترهګرۍ ، ناامنۍ او دنشه ایزو موادو کر او قاچاق زیات شوی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما (United Nations Assistance Mission in Afghanistan) د دغه هیواد په لویدیځ کښې د امریکا د پوځیانو په هوایی برید کښې د نهودیرشو (۳۹) ملکیان وژله تائید کړه .

په افغانستان کښې د ملګروملتونو استازندویه دفتر یوناما پرون په فراه ولایت د امریکا د پوځ د هوایی حملې په هکله د خپلو تحقیقاتو دنتیجو په خپرولو سره د ملکی وګړو وژله تائید کړه .

په افغانستان کښې  د امریکا د عسکرو قومندنۍ څه موده مخکې ادعا وکړه چې په فراه ولایت کښې یې په طالبانو باندې برید کړی خو د ملګروملتونو د استازندویه دفتر یوناما د څیړنو پایلو وښودله چې په دغه برید کښې د څوارلسو (۱۴) ښځو او ماشومانو په شمول نهه دیرش(۳۹) ملکی وګړی وژل شوی دی .

د یوناما د راپور پراساس د روان میلادی کال (۲۰۱۹) په لومړیو شپږو (۶) میاشتو کښې د افغانستان په بیلابیلو سیمو د امریکا د پوځ په هوایی بریدونو کښې درې سوه شپږپنځوس (۳۵۶) ملکی وګړی وژل شوی دی .

په افغانستان کښې د امریکا او دنورو خارجی هیوادونو دعسکرو په شتون سره په ټوله سیمه کښې ترهګرۍ ، ناامنۍ او دنشه ایزو موادو کر او قاچاق زیات شوی دی .