افغانستان کښې هوايي برید بیا هم ګڼ ملکیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85243-افغانستان_کښې_هوايي_برید_بیا_هم_ګڼ_ملکیان_ووژل
د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ باندې په شوي هوايي برید کښې لږترلږه ۱۵ تنه ملکي افغانان وژل شوې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2019 04:01 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې هوايي برید بیا هم ګڼ ملکیان ووژل

د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ باندې په شوي هوايي برید کښې لږترلږه ۱۵ تنه ملکي افغانان وژل شوې دي.

د افغانستان د شمال ختیځ په بدخشان ولایت کښې ځايي سرچینو ویلې دي چې د دغه ولایت په وردوج ولسوالۍ باندې په شوي هوايي برید کښې لږترلږه ۱۵ تنه ملکي افغانان وژل شوې دي.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د بدخشان ولایت سیمه ایزو اوسیدونکو پرون وویل: د دې ولایت د وردوج ولسوالۍ په ظهر نومې کلي باندې په هوايي حمله کښې ۱۵ تنه افغان وګړي مړه او ۱۵ نور زخمي شوې دي.

د افغانستان دفاع وزارت د دغې حملې په اړه زیات معلومات او جزئیات نه دي ورکړې.