په کابل او اروزګان کې زورو چاودنو بیا مرګ ژوبله اړولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85487-په_کابل_او_اروزګان_کې_زورو_چاودنو_بیا_مرګ_ژوبله_اړولې_ده
دافغانستان د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیې قوماندان په دغه ځانمرګی برید کې ټپی شوى دى .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 26, 2019 11:05 Asia/Kabul
  •    په کابل  او اروزګان کې زورو چاودنو بیا  مرګ ژوبله اړولې ده

دافغانستان د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیې قوماندان په دغه ځانمرګی برید کې ټپی شوى دى .

زمونږ خبریال له کابله راپورراکړ خبرو سرچینو په داسې حال کې د  کابل په شمال کې  په خیرخانه سیمې کې   نن د زورورې چاودنې د غږ  دآوریدو  خبر ورکړی ، چې  وئیل کیږی، یو شمیر مرګ ژوبلې ئې هم اړولی دی  ، البته د خبر تر مخابیره کیدا پورې کومې ډ لې  ددغه جنایت پړه په غاړه  نه ده  اخستې  او حکومتی سرچینو   هم تر دې دمه  په دې اړه څه نه دی وئیلی ،

 همداراز په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی  دافغانستان  په اروزګان ولایت کې هم یو ځان مرګی برید شوی  چې حکومتی سرچینو  دغه برید تائید کړی او وئیلی ئې دی ، د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیې قوماندان په  دغه ځانمرګی برید کې ټپی شوى دى . د دهراوود ولسوال عبدالمنان علیزی په همداوروستیو کې وئیلی دی   چې ځانمرګى برید نن غرمه په دوولسو بجو د ولسوالۍ د سبزی مارکېټ په وړاندې شوی  او ممکنه ده مرګ ژوبلې ئې زیاتې شی .  ددغې حملې پړه هم د  خبر ترمخابیره کیدا پورې چا په غاړه نه ده اخستې .