د پلازمینې کابل او لسو ولایتونو برېښنا وصل شوه
Nov 01, 2019 12:30 Asia/Kabul
د افغانستان د برښنا شرکت اعلان وکړ چې په جنوبي سالنګ کې د برېښنا نړول شوې ستنې یې بیرته درولي او د کابل په شمول د ۱۱ ولایتونو برښنا لاین یې بېرته وصل کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې تخنیکي ټیمونو یې نه یوازې د جنوبي سالنګ د برښنا لاین تړلی بلکې نن یې د پلخمري- چمتلې د ۲۲۰ کېلو ولټه وراداتي برېښنا دوه سرکټونه ترمیم کړي دي.
یاده دې وي چې مخالفو وسله والو د تلې میاشتې په شپاړسمه په جنوبي سالنګ، تنګي آجان کې د برېښنا ستن په ماینونو الوځولې وه چې له کبله یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.
برېښنا شرکت هغه مهال په مؤقت ډول د بریښنا لاینونه وتړل، خو له دریو ورځو راهیسې یې بیا پر کابل بریښنا قطع کړې وه تر څو په اساسي ډول دغه ستن بېرته ودرول شي.
ټیګونه