افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۸-۰۸-۱۱
په سر کښې هم به په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان د مهمو خبرونو سر ټکي بيان کړو او ورپسې به په دې اړه څو تحليلي رپوټونه درته وړاندې کړوو.
د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې په رېفرېنډم کولو د عمران خان تاکيد، له مخالفو ګوندونو سره د پاکستان د حکومت خبرې اترې، د ماسکو په څلور اړخيزه غونډه کښې د افغانستان د حکومت نه ګډون، د مولانا فضل الرحمان د قتل د احتمال په باره کښې د پاکستان د امنيتي ادارو خبردارے، له جنګ بندۍ نه بغېر له طالب ډلې سره د موافقې ناممکن والے، له افغانستان د پوله ايزو اختلافاتو په هواري د پاکستان تاکيد، د مظاهرو کولو لپاره د پاکستان د حکومت او مخالفو ګوندونو ترمېنځ موافقه، د مخالفو ګوندونو د سړکونو له مظاهرو سره په يو وخت په پاکستان کښې د تاجرانو هړتال، د پاکستان له وزيراعظم سره د زلمي خليلزاد کتنه او د صلحې لپاره د افغان ولسمشر اوه مرحله ايزه طرحه په تېره هفته کښې د افغانستان او پاکستان ډېر مهم خبرونه وو.
د پاکستان امنيتي ادارو د دغه هېواد د جمعيت علمای اسلام ګوند د فضل څانګې د مشر مولانا فضل الرحمان د قتل د احتمال په اړه خبردارے ورکړ.
د جمعيت علمای اسلام ګوند د فضل څانګې د مشر مولانا فضل الرحمان د قتل د احتمال په اړه د پاکستان د استخباراتي ادارو خبردارے د حکومت په خلاف د مظاهرو جوړولو لپاره د هغه د پروګرام نتيجه وبلله چې له تحريک انصاف واکمن ګوند سره د دغې سياسي ډلې مشکلات زيات کړي دي.
د مولانا فضل الرحمان ګوند چې د پاکستان د حکومت له مخالفو سياسي ډلو ګڼل کيږي، په وروستيو هفتو کښې د حکومت په خلاف د مظاهرو او پرلت غزونې د مسئلې په مطرح کولوسره د دغه هېواد د سياسي ، رسانه اي او امنيتي ټولنود پام وړ ګرځېدلے دے.
په تېره بيا چې د پاکستان اصلي ګوندونو چې په دغه هېواد کښې يو قدرتمن اجتماعي مرکز لري د تحريک انصاف واکمن ګوند په خلاف د مظاهرو جوړولو لپاره د فضل الرحمان له پروګرام څخه ملاتړ نه دے کړې او جمعيت علمای اسلام يوازې په پاکستان کښې د څو وړو ګوندونو په ګډون سره دغه مظاهرې جوړې کړې.
په داسې حالاتو کښې د پاکستان استخباراتي ادارې اندېښمنې دي چې ځينې بهرنۍ استخباراتي ادارې او کورنۍ تندلارې ډلې د حکومت په خلاف د مظاهرو جوړولو په فضاء کښې د دغه هېواد د حالاتو د تريخولو لپاره چې له ډلو ګډوډۍ او ناامنۍ سره مله ده، د احتجاجي بهير چې فضل الرحمان يې په غاړه لري د مشر په احتمالي قتل سره د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان د حکومت لپاره يو ستر مشکل رامنځته کړي.
تېره کال هم تقريباً په همدغو ورځو کښې د جمعيت علمای اسلام ګوند د سميع د څانګې مشر او د پاکستان د دارالعلوم حقانيې د مشر مولانا سميع الحق قتل په دغه قتل کښې د پاکستان د حکومت د تورنېدو سبب شو چې په اوس حال کښې د د فضل الرحمان د قتل احتمال د دغه هېواد استخباراتي ادارې سختې اندېښمنې کړې دي.
په پاکستان کښې د ديني مدرسو په ضابطه کښې د راتلو او د هغوي د درسونو په محتوا باندې د څارنې لپاره د عمران خان له پروګرام سره له مخالفته وروسته د سميع الحق قتل يو داسې دليل ؤ چې د دغه هېواد په حکومت باندې په دغه قتل کښې د لاس لرلو د تور ګمان اوشو.
په داسې حالاتو کښې دا اټکل مطرح دے چې که فضل الرحمان هم قتل شي،د جمعيت علمای اسلام ګوند د مشر چې د حکومت په خلاف د مظاهرو جوړولو باني دے په شمول د مخالفو ډلې د مشرانو فيزيکي حذفول دي کولې شي په پاکستان کښې د جدي تاوتريخوالو د څرګندېدو سبب شي.
په نورو الفاظو سره که فضل الرحمان د هر کس يا ډلې لخوا ووژل شي نو له هر څه زيات به د تور ګوته د پاکستان د حکومت لوري ته اونيوې شي او د عمران خان مخالفان به ادعا وکړي چې هغه د خپلو سياسي مخالفينو د فيزيکي حذفولو سياست غوره کړے دے.
نو ځکه د پاکستان استخباراتي ادارې په خپل دغه خبرد اري کښې د مولانا فضل الرحمان د امنيت د ساتنې مهمې مسئلې ته د پنجاب د صوبائي حکومت د لا زياتې پاملرنې غوښتنې غوښتونکې شوې دي چې هغه د دغه هېواد د کورنيو حالاتو د خرابولو په هدف سره د پرديو استخباراتي ادارو او تندلارو ډلو په دام کښې ګېر نه شي.
افغان حکومت د روسيې په پائتخت ماسکو کښې د افغانستان د صلحې په څلور اړخيزې غونډې کښې ګډون ونکړ. د ماسکو څلور اړخيزه غونډه د روسيې، چين، امريکې او پاکستان د چارواکو په شتونن سره اوشوه او ټولو لورو په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لارې چارې وڅېړلې.
د ماسکو په څلور اړخيزه غونډه کښې د افغان حکومت نه ګډون کول د هغه سياست په دوام کښې دي چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کښې په روسيې کښې د افغانستان د صلحې له بدلونونو سره د اړوندو غونډو په وړاندې غوره کړے دے.
له دې سره سره چې په افغانستان کښې د صلحې په اړه په روسيې کښې د د افغانستان له سرمشرانوسره د طالب ډلې د استازيو د خبرو اترو دوه پړاونه او د ځينو هېوادونو په ګډون سره يو لړ خبرې اترې شوې دي خو د کابل حکومت په هغو کښې خپل رسمي استازے نه دے لرلے.
البته د روسيې په کورباتوب د افغانستان د صلحې له بدلونونو سره اړوندو خبرو اترو ته د استازي نه لېږلو په اړه د افغان حکومت د ادعا باوجود د دغو خبرو اترو په يو پړاو کښې د افغانستان د صلحې د عالي شورا يو پلاوي ګډون وکړ.
په ماسکو کښې څلور اړخيزې غونډې ته د افغان حکومت لخوا د استازي نه لېږل په اوسنيو حالاتو کښې د نورو هېوادونو لخوا د صلحې د خبرو اترو له مديريت سره په مخالفت کښې د کابل له مخکښېنۍ پالېسۍ نه علاوه د افغان حکومت له اوسنيو حالاتو سره هم تعلق لري.
په اوس حال کښې چې د افغانستان ټولنه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو له اعلانه وروسته د نوي حکومت په اقتدار کښې راتلو لپره ځان چمتو کوي، د دغه هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت هم نوي پړاو ته د ننوتلو په فضاء کښې شتون لري چې کېدې شي د انتخاباتو د وروستيو نتائجو په اعلانېدو سره اشرف غني د يوې بلې پينځه کلنې دورې لپاره په خپل اوسني مقام کښې باقي پاتې شي يا يو بل کس دانتخاباتو د بريالي په توګه د افغانستان د نوې کابينې په جوړولو مامور شي.
په داسې حال کښې چې اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نورو نامزدانهو په شان د انتخاباتو وروستيو نتيجو ته په طمه دے او همدارنګ د دغه هېواد وزارتخانې هم تر دغن حالاتو لاندې شتون لري په بنيادي توګه د افغانستان مختلفې اجرائي ادارې د انجماد حد ته رسېدلې دي او په عملي توګه ستر پلانونه په ټپه اودرېدليدي چې د انتخاباتو برخليک معلوم شي.
نو ځکه په افغانستان کښې له صلحې سره د اړوندو وروستيو حالاتو د څېړنې لپاره په روسيې کښې په څلور اړخيزې غونډې کښې د ګډون لپاره ماسکو ته د کابل د حکومت لخوا د نمائنده نه لېږل له پخوانۍ پالېسۍ نه وراخوا په اوسنيو حالاتو کښې د دغه هېواد له اوسنيو سياسي حالاتو سره اړونديږي. په تېره بيا چې د افغانستان مختلفې سياسي ډلې په تېرو پينځو مياشتو کښې د قانوني مهلت له ختمېدو نه پس د اوسني حکومت د فعاليت په تمديد سره تل په دې مسئلې اعتراض لرلے او د غني د حکومت دکار دوام يې د اساسي قانون په خلاف بللے دے.
د پاکستان وزيراعظم د افغانستان په چارو کښې د امريکې د استازي زلمي خليلزاد په کتنه کښې په افغانستان کښې په پائېدارې صلحې تاکيد وکړ.
عمران خان په اسلام آباد کښې په دغه کتنه کښې وويل، د افغانستان بحران فوځي حل لاره نه لري، نو ځکه پاکستان په دغه هېواد کښې د صلحې د رامنځته کېدو لپاره له هر ډول نوښت څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغانستان ته له سفره او د صلحې د بهير او له طالب ډلې سره د بيا خبرو اترو شروع کولو په باره کښې د دغه هېواد له لوړ رتبه چارواکو او د سياسي ډلو له يو شمېر مشرانو سره له خبرو اترو وروسته له پاکستان څخه د زلمي خليزاد کتنه ترسره شوې ده چې ښودنه کوي د امريکې خاص استازے د افغانستان په حالاتو باندې له اثر کونکو هېوادونو سره خبرې اترې په خپله اېجنډا کښې لري.
پاکستان د هغو هېوادونو ترمېنځ چې د افغانستان په بدلونونو کښې د دخيلو هېوادونوپه اړه د امريکې په وړاندې کړې شوې ډله کښې شامل دے ډېر مهم مقام لري. په دا ډول چې اسلام آباد ته د خليل زاد د سفر په درشل کښې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنيت صلاحکار حمدا... محب تاکيد وکړ، له طالب ډلې سره د صلحې خبرې اترې له دغې ډلې څخه د پاکستان د ملاتړونو په سيورې کښې بې نتيجې دي او تر هغه وخته چې دغه ملاتړونه دوام ولري په افغانستان کښې د صلحې د ټيګښت لپاره هلې ځلې به ناکامه وي.
البته هغه نظريه چې حمد ا... محب او د افغانستان حکومت يې د پاکستان او له طالب ډلې څخه د دغه هېواد د ملاتړونو په باره کښې لري، د هغه دريځ په شان ده چې د امريکې حکومت يې لري او په همدې وجه له تېرو څو کلونو نه تراوسه سپينه ماڼۍ له پاکستان سره د مالي او فوځي مرستو په محدودولو او بندولو سره له دغه هېواد سره خپل تعلقات هم محدود کړي دي او هند ته يې د سيمې په تعلقاتو کښې په اسلام آباد باندې ترجيح ورکړې ده.
خو په طالبانو باندې د پاکستان د نفوذ په وړاندې د افغانستان او امريکې د حکومتونو ترمېنځ د دغه نظريې له شتون سره سره د دغه هېواد چارواکي داسې يوه مطلب اخېستنه ردوي او حتی ځينې سياسي او رسانه اي ټولنې هم په دغې ډلې باندې د اسلام آباد نفوذ سخت کمزورې شوے بولي.
په دغو حالاتو کښې داسې ښکاري چې د افغانستان چارواکي پکار نه دي له پاکستان څخه د خپلو هيلو اندازه د موجودو حقائقو په اپوټه داسې زياته کړي چې د افغانستان د صلحې په بهير کښې د دغه هېواد کمزورې کارکردګي د دواړو هېوادونو په تعلقاتو کښې بې اعتمادي زياته کړي.
د پاکستان له مخالفو ګوندونو سره د دغه هېواد د حکومت د خبرو اترو د کمېټۍ مشر د مظاهرو د جوړولو لپاره د حکومت او مخالفو سياسي ګوندونو ترمېنځ د موافقې خبر ورکړ.
پروېز خټک په اسلام اباد کښې په يوې خبرې ناسته کښې وويل، په هغو خبرو اترو کښې چې له مخالفو سياسي ګوندونو سره يې کړي دي اسلام آباد ژمنه وکړه چې د مخالفو ګوندونو پلويانو ته د دغو مظاهرو د کولو لارې بندې نه کړي.
د مظاهرو جوړولو لپاره د پاکستان د حکومت او ځينو مخالفو ګوندونو موافقه تر يوۀ حده د طرفينو د هيلو پوره کېدونکې ده چې د دغې موافقې نه شون د حکومت په خلاف د مظاهروجوړولو په بهير کښې د ځينو خطراتو د رامنځته کېدو سبب کيږي.
د ځينو مخالفو ګوندو حکومت ضده مظاهرې چې د مولانا فضل الرحمان لخوا برابرې کړې شوې په دې وروستيو هفتو کښې د دغه هېواد د رسنيو په يوې اصلي موضوع بدلې شوې وې. البته دغو مظاهرو ته د پاکستان د پييپلز ګوند په شمول د دغه هېواد د اصلي او قوت لرونکو ګوندونو لخوا پوره ملاتړ حاصل نه شو چې مولانا فضل الرحمان يې هيله لرله.
له دې سره سره چې د پاکستان حکومت په تېره بيا د دغه هېواد وزيراعظم عمران خان د ځينو سيالو سياسي ډلو لخوا د سړکونو د مظاهرو سخت مخالف ؤ خو واکمن تحريک انصاف ګوند بالاخره د احتجاج کونکو دغې غوښتنې ته غاړه کښوده. البته د سړکونو د مظاهرو لپاره د پاکستان د حکومت او ځينو مخالفو ګوندونو موافقه به په يو کنټرول لرونکې فائل غونډې باندې د هغو د بدلېدو په چوکاټ کښې وي. دغه موافقه د دې سبب شوه چې تحريک انصاف وکړې شي د مخالفينو د سړکونو مظاهرې د هغو د کنټرولو له لارې محدودې کړی، په تېره بيا دا چې د مخالفو ګوندونو مذاکره کونکو ژمنه کړې ده چې د مظاهرو لمن به د اسلام آباد رېډ زون ته ونه غزوي.
له بلې خوا به د پاکستان له حکومت سره د موافقې په چوکاټ کښې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره د احتجاج کونکو د نښتې د احتمال په اړه د مخالفو ګوندونو ځينې اندېښنې هم ختمې شي چې البته د حکومت په خلاف په صلح ايزه توګه د مظاهرو جوړول به د مخالفينو د حقوقو د خيال ساتنې او د ډېموکرېسۍ د احترام په باره د عمران خان د تبليغاتي مانورې لپاره يوه زمينه هم وي.
----------