کابل د طالب بندیانو د آزادۍ لپاره شرط وټاکه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85780-کابل_د_طالب_بندیانو_د_آزادۍ_لپاره_شرط_وټاکه
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې حکومت د طالب ډلې د زندانیانو د خوشې کولو لپاره وار مخکښی شرط ټاکلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2019 12:25 Asia/Kabul
  • کابل د طالب بندیانو د آزادۍ لپاره شرط وټاکه

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې حکومت د طالب ډلې د زندانیانو د خوشې کولو لپاره وار مخکښی شرط ټاکلی دی.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې سرور دانش نن وویل: د افغانستان حکومت چمتو دی چې د قانون په چوکاټ کښې د طالب ډلې بندیان آزاد کړي خو د هغوي د خوشې کولو لپاره یې د دغې ډلې د بریدونو د کمیدو او له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرواترو شرط مطرح کړی دی.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه: د اوربند ټینګښت، د نښتو کمیدل او د حکومت او طالبانو ترمینځ د نیغ په نیغه مذاکراتو پیلیدل د دغه هیواد د کړکیچ د هواري لپاره د طرفینو ترمینځ د اعتماد جوړونې اصلي کلي ده.