د افغانستان د کرکټ ملی ټیم دوهمه شل اوریزه سیالی له ویسټ انډیز ه وګټله
دې ته په پام چې افغانستان تېرې څلور مسابقې (درې یو ورځینۍ او یوه شل اوره) بایللې دی. دا بری د افغان ټیم لپاره ځانګړی اهمیت لری.
افغان خبرو سرچینو راپور ورکړی ،له دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې لومړی شل اوریزه سیالی او دغه راز درې یو ورځینۍ سیالۍ پر ویست انډیز بایللې وې.
د ویسټ انډیز په وړاندې د دوهمې مسابقې په ګټلو کې کریم جنت خورا مهم رول لوبولی او د ویسټ اینډیز ۵ مهم لوبغاړی یې وسوځول .
د آزادۍ ریډیو خبری سایټ هم راپورورکړی ،د دې سیالۍ، چې د هند په لکهنو کې د افغانستان په کوربه توب شوی ، پچه افغانستان وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. افغان لوبغاړو ویست انډیز ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه. سره له دې چې د افغانستان هدف ډېر لوړ نه ښکارېده خو افغان باولرانو په تېره بیا کریم جنت ښه وځلېد او د سیال ټیم ۵ لوبغاړی یې وسوځول.
دې ته په پام چې افغانستان تېرې څلور مسابقې (درې یو ورځینۍ او یوه شل اوره) بایللې دی. دا بری د افغان ټیم لپاره ځانګړی اهمیت لری.
خو د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریز ې سیالیو وروستۍ مسابقه به هم نن ترسره شی .
ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې د روان نو مبر په ۲۷ یوه ټیسټ لوبه هم ولری.