کابل کښې يو بهرنی ښایز وژل شوی دی
Nov 25, 2019 01:48 Asia/Kabul
د کابل ښار په نهمې حوزې مکرويانو سيمه کښې د ملګرو ملتو يو بهرنی کارکونکی په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي بیګا وويل: نن ماښام ۶:۲۰ بجې د مکرويانو په بخار خانه سيمه کې د ملګرو ملتونو پر موټر د مقناطسي ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې يو بهرنی ښاریز وژل شوی دی.
رحيمي وايي، په دې چاودنه کې پنځه نور کسان ژوبل شوي دي، چې دوه يې د ملګرو ملتونو افغان کارکوونکي دي.
خو ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم د پېښې مسؤوليت چا منلی دی.
ټیګونه