طالبانو ته د اشرف غني خبردارے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86143-طالبانو_ته_د_اشرف_غني_خبردارے
افغان ولسمشر طالب ډلې ته خبردارے ورکړ، که جنګ او تشدد ته دوام ورکړی د افغانستان په ختيځ کښې د داعش له برخليک سره به مخامخ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2019 02:06 Asia/Kabul
  • طالبانو ته د اشرف غني خبردارے

افغان ولسمشر طالب ډلې ته خبردارے ورکړ، که جنګ او تشدد ته دوام ورکړی د افغانستان په ختيځ کښې د داعش له برخليک سره به مخامخ شي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون په کابل کښې په يو امنيتي غونډه کښې تاکيد وکړ، افغانستان معامله او سازباز کونکے هېواد نه دے او د دغه هېواد فوځيان به له هيڅ يوې ترهه ګرې ډلې سره سازباز او معامله ونه کړي.

افغان ولسمشر چې په دې وروستيو وختونو کښې يې د افغانستان په ختيځ کښې د داعش ترهه ګرې ډلې ماتې اعلان کړه زياته کړه، طالبان دې جنګ او تشدد ته خاتمه ورکړي.

هغه همدارنګ وويل، د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د قامونو پېوستون د امريکې له څو ټنيزو بمونو نه زيات اثر کونکے دے.