که طالبان صلحه غواړي، اوربند دې وکړي
افغان ولسمشر: که طالب ډله په رښتیا صلحه غواړي نو باید اوربند ته غاړه کښیږدي.
د افغانستان جمهوري رياست وايي ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ټینګار وکړ که طالبان ريښتیا د صلحې پر موافقه صلاح کېدل غواړي، باید اوربند ومني.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه خبرپاڼه کښې ويلي چې دواړو ولسمشرانو پر دې هم ټینګار وکړ چې د اوږدمهالې صلحې لپاره باید له افغانستان څخه بهر د ترهګرو ځالې له منځه لاړې شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د ناڅاپي سفر په لړ کې په بګرام پوځي اډه کې وويل، واشنګټن له طالبانو سره خبرې له سره پیل کړې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د طالب ډلې او امریکې ترمینځ د قطر په دوحه کښې د صلحې مذاکرات پس له نهو پړاؤنو خپله د ډونلډ ټرمپ له خوا بې نتیجې بند کړی شوې دي.