د عبد الله عبد الله پلویانو په شمال کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86257-د_عبد_الله_عبد_الله_پلویانو_په_شمال_کښې_مظاهرې_وکړې
د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرايي مشر سلګونه تنو پلویانو په بغلان ولایت کښې د یولړ مظاهرو په کولو سره د انتخاباتو د کمیشن له خوا په بایومیټرک سیسټم کښې د نه ثبت شویو او خرابو دریو لاکو رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2019 12:46 Asia/Kabul
  • آرشیو
    آرشیو

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرايي مشر سلګونه تنو پلویانو په بغلان ولایت کښې د یولړ مظاهرو په کولو سره د انتخاباتو د کمیشن له خوا په بایومیټرک سیسټم کښې د نه ثبت شویو او خرابو دریو لاکو رایو د باطلیدو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې مظاهره چیانو نن د بغلان ولایت په مرکز پل خمري ښار کښې خبرداری ورکړ چې که د انتخاباتو کمیشن د هغوي غوښتنې پوره نه کړي نو د کابل-شمال لویه لاره به بنده کړي.

د عبد الله عبد الله پلویانو تیره جمعه هم په پلازمینه کابل کښې پراخې مظاهرې کړې وې او د انتخاباتو له کمیشنه یې د غیربایومیټرک رایو د باطلیدو غوښتنه کړې وې.

خو د افغانستان د انتخاباتو کمیشن د ثبات او همپالنې د ټیم د غوښتنې په غبرګون کښې وویل چې هیڅ ډول دباؤ ته به سر ټیټ نه کړي او له بشپړې څیړنې مخکښې به هیڅ کومه راې باطله نه کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو د ستمبر د میاشتې په اتویشتمه ترسره شوې دي خو ابتدايي پایلې یې تراوسه درې ځلې ځنډیدلې دي.