عبد الله عبد الله په اوو ولایتونو کښې د رایو بیاشمیرنه ومنله
عبد الله عبد الله: د ثبات او همګرایۍ د انتخاباتي کمیټې د مشرانو په غونډه کښې شوې دا پریکړه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن ته د خپل ښه نیت د ښودلو په موخه شوې ده.
د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرايي رییس او په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کښې د (ثبات او همګرايۍ) د ټیم مشر عبدالله عبدالله د دغه هیواد په اوو ولایتونو کښې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د انتخاباتو د کمیشن کارکونکې دې د صندوقونو د رایو بیاشمیرنې ته پریږدي.
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه عبد الله عبد الله بیګا په کابل کښې یوه خبري غونډه کښې په بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، بدخشان، بغلان او پروان ولایتونو کښې د خپلو پلویانو قدرونه وکړه چې تراوسه یې د رایو د بیاشمیرنې مخه نیولې ده خو له هغوي یې وغوښتل چې د یکشنبې له ورځې څخه دې په دغو ولایتونو کښې د رایو د بیاشمیرنې مخنیوی نه کوي.
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايي مشر زیاته کړه: د ثبات او همګرایۍ د انتخاباتي کمیټې د مشرانو په غونډه کښې شوې دا پریکړه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن ته د خپل ښه نیت د ښودلو په موخه شوې ده.
عبد الله عبد الله د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ (دولت ساز) ټیم انتخاباتي کمیټي په ولسمشریزو انتخاباتو کښې په درغلۍ کښې په لاس لرلو تورنه کړه.
د ویلو ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شوې خو د ابتدايي پایلو اعلان یې د رایو د شمیرنې په بهیر کښې د تخنیکي ستونزو په وجه تراوسه درې ځلې ځنډیدلی دی.