نن د رایو بیا شمیرنه پاې ته رسیږي
د انتخاباتو خپلواک کمیشن له دې مخکښې ویلي وو چې په پنجشیر، جوزجان او سرپل ولایتونو کښې د انتخاباتو د رایو بیاشمیرنه بشپړه شوې ده.
د افغانستان د انتخاباتو کمیشن وویل چې په بغلان، فاریاب، تخار او بدخشان ولایتونو کښې د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو د رایو بیاشمیرنه تر ننه پورې پاې ته رسیږي او د دې بهیر له بشپړیدو وروسته به د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان شي.
په داسې حال کښې چې د ثبات او همګرايۍ د انتخاباتي ټیم مشر عبد ا... عبد ا... له خپلو پلویانو غوښتې وو چې په پاتې اوو ولایتونو کښې د رایو د بیاشمیرنې د بهیر مخه دې نوره نه نیسي، د دغې انتخاباتي کمیټې غړی یونس نواندیش ټینګار لري د هغو ۲۷ ولایتونو د رایو بیاشمیرنه نه مني چې دې کمیټې پرې څارنه نه ده لرلې او د انتخاباتي شکایتونو له کمیشنه یې وغوښتل چې د دغو ولایتونو راې دې یو ځل بیا وشمیرلې شي.
خو په ځواب کښې د افغانستان د انتخاباتو د شکایت د کمیشن مرستیال ویاند محمد رضا فیاض ویلي چې دا غوښتنه چیلنجي او د منلو وړ نه ده.