په افغانستان کښې د ماین د خبرتیا پروګرام کار پیلوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86626-په_افغانستان_کښې_د_ماین_د_خبرتیا_پروګرام_کار_پیلوی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دماین پاکۍ عمومی دفتر غواړی چې په ټولو ولایتونو کې دماین خبرتیا تعلیم پروکرام تر نامه لاندې عامه پوهاوی ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 10:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ماین د خبرتیا پروګرام  کار پیلوی

زمونږ خبریال وایی دافغانستان دماین پاکۍ عمومی دفتر غواړی چې په ټولو ولایتونو کې دماین خبرتیا تعلیم پروکرام تر نامه لاندې عامه پوهاوی ورکړی.

دیاد دفتر استازی غزنی ولایت ته رسیدلی دا چې دوی څه پلانونه لری نور حال ..

له مرکز کابل نه دماین پاکۍ عمومی دفتر استازې غزنی ولایت ته راغلی دوی غواړی تر څو عامو ګړو خصوصا موټر چلونکو ته دا ور وښیی چې دماین په ساحې کې له تګ نه ډډه کړی او په ډیر احتیاط سره په راغلی لاره واپس شی.

یاد استازی به په غزنی کې د ماین خبرتیا تعلیم پروګرام په اړه عامه پوهاوی ورکول غواړی.

 دیاد ټیم استازی دا هم وایی چې دافغانستان په سرحدی او مرزی سیمو کې هم دوی غواړی ترڅو د ماین خبرتیا تعلیم پروګرام ولری او خلک ترې خبر کړی چې ماین څومره خطرناکه چاودیدونکی مواد له ځانه سره لری او څومره تاوانونه پیښولی شی.