بلخ کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86799-بلخ_کې_امنیتي_ځواکونو_ته_مرګ_ژوبله_اوښتې_ده
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستې برید کړے، چې ۷ افغان امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2019 02:59 Asia/Kabul
  • بلخ کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستې برید کړے، چې ۷ افغان امنیتي ځواکونه پکې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پېښه کې ۷ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي، په داسې حال کې چې طالبانو دغه شمېر شل یاد کړے دے.

د طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد په خپل يو ټوئيټ وليکل، چې طالبانو د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ کې ۲۰ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، پېښه کې د ملي امنیت درې عسکر هم  ژوبل شوي دي.

یاده پېښه پرون رامنځته شوې ده.