ایران د افغانستان نزدې ملګری دی
Dec 25, 2019 11:58 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي یووالی حکومت اجرايي مشر وویل: ایران د افغانستان یو نزدې ملګری او سټراټیجک انډیوال دی.
عبد الله عبدالله نن په کابل کښې د ایران د نوي سفیر بهادر امینیان سره په کتنه کښې په مختلفو پړاؤنو کښې له افغانستان سره د ایران د ملګرتیا او مرستو قدرونه وکړه.
په افغانستان کښې د ایران نوي سفیر هم په دې خبرې سره چې د ایران او افغانستان اړیکې په ګډو تاریخي او کلتوري ارزښتونو او پيوندونو ولاړې دي، وویل: په افغانستان کښې پراختیا او امنیت په ایران کښې د پراختیا او امنیت په معنا دی.
عبد الله عبد الله او بهادر امینیان هم داشان د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو، صلحې ته د رسیدو لپاره د هلوځلو او هم داشان د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو په هکله د نظر تبادله وکړه.
ټیګونه