په افغانستان کښې په زرګونو کسان مړه او ژوبل شوی
زمونږخبریال راپور راکړی ملګری ملتونه وایی په افغانستان کښې په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې له سلو زرو(۱۰۰۰۰۰) ډېرو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه سازمان یوځل بیا د جګړې په ژر تر ژره ختمیدو او د سولی په ټینګښت ټینګار کوی.
د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو ښکېلو خواوو غواړی چې په افغانستان کې یوه تلپاتی سیاسی توافق او اوربند ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالی د کمولو لپاره هڅی وکړی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچی یاماموتو د پنجشنبې په ورځ په یوې(1) اعلامیې کې وویل چې سوله د دې هېواد د راتلونکې لپاره مهمه ده.
ښاغلی یاماموتو وویل، د بین الافغانی خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلی لورو لخوا د هڅو هرکلی کوی.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالی شورا هیله ښیی چې طالبان په دې هېواد کې د تاوتریخوالی په راکمولو توافق وکړی.
د دې شورا مرستیال مولوی عطا الرحمن وویل"هیله لرو طالبان د جګړې د ختمولو او یا کمولو لپاره هلی ځلی وکړی. له کوم فرصت څخه چې رامنځته شوی ښه استفاده وکړی. له هغې مرحلې څخه چې هغوی له زلمی خلیلزاد سره خبرو کې نتیجې ته رسیدلی او امیدوارۍ پیدا شوی چې هغوی اوس لګیا دې په پېښور یا میرانشا یا کویټه کې له خپلو مشرانو او نورو اغیزشیدونکو کسانو سره مشورې کوی.
زه هیله لرم یوې نتیجې ته ورسیږی. ځکه د جګړې د ختمولو په برخه کې موږ هیڅ کله داسې ښه خبر نه وو اورېدلی چې په دې دوو(2) دریو(3) ورځو کې یې اورو."
بلخوا آزاد خبریال سمیع یوسفزی چې د افغانستان د سولې بهیر له نژدې تعقیبوی وویل چې امریکا له طالبانو سره د خبرو په ځنډولو سره دې ډلې ته یو پیاوړی پیغام ورکړ او هغه دا چې طالبان باید د تاوتریخوالی په راکمولو او اوربند توافق وکړی.
د یوسفزی په خبره پر دې موضوع په دې وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو د غړو ترمنځ مشورې شوی دی.
هغه وویل: "د طالبانو پلاوی په پاکستان کې دی. تر کومه چې زه خبر یم د قطر دفتر له خوا لېږل شوی پلاوی په پېښور کې د طالبانو له نظامی شورا او حقانی شبکې سره سلامشورې کړی او توضیحات یې ورکړی چې که د اوربند او تاوتریخوالی په کمولو توافق ونه کړی، امریکا به دا مذاکرات مخته یو نه سی او ښایې هغه د تل لپاره بند کړی.
ویل کیږی چې د پېښور شورا اکثریت غړو ملا برادر ته اختیار ورکړی چې کولی شی د اوربند په اړه له امریکا سره توافق وکړی، خو د کویټې شورا مشران د اوربند په اړه راضی نه دی."