په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول
په افغانستان کښې په روان ميلادي کال کښې لس خبريالان ووژل شول
Dec 30, 2019 02:16 Asia/Kabul
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ کونکې ادارې نې مشر وويل، په روان ميلادي کار کښې په دغه هېواد کښې لس تنه خبريالان وژل شوي دي.
د ايرنا د رپوټ له مخې مجيب خلوتګر پرون په کابل کښې يو اخباري ناسته کښې وويل، په روان ميلادي کال کښې په خبريالانو د تشدد ۱۱۵ واقعات ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، د خبريالانو وهل ټکول، د رسنيو مالي مشکلات او اطلاعاتو ته نه لاسرسائي ځينې هغه مهمې ستونزې دي چې په افغانستان کښې ورسره خبريالان مخامخ دي.
خلوتګر وويل، په تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال کښې د رسنيو شل تنه کارکونکي وژل شوي وو خو دغه شمېر لسو ته راکم شوے دے.
تېر کال افغانستان د خبريالانو د امنيت لپاره ډېر بد هېواد ؤ چې پکښې شل تنه افغان خبريالان د ترهه ګريزو حملو هدف ګرځېدلي او وژل شوي دي.
ټیګونه