د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو څېړنه پيل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86950-د_افغانستان_د_ټاکنیزو_شکایتونو_څېړنه_پيل_شوه
د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې ورسره ثبت شوي شکایتونه یې په کټګوریو وېشلي او تازه یې د شکایتونو د څېړنې مرحله پیل کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2020 07:35 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو څېړنه پيل شوه

د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې ورسره ثبت شوي شکایتونه یې په کټګوریو وېشلي او تازه یې د شکایتونو د څېړنې مرحله پیل کړې.

نن ټکی اسیا خبري سایټ لیکلي، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د ویاند مرستیالې «زرمینه حقجو کاکړ» پرون رسنیو ته وویل چې د شکایتونو له ثبتیدو وروسته دوی غوښتل سمدستي، د تصنیف بندۍ مرحله پیل کړي؛ خو په قول یې، له دې امله، چې زیاتره شکایتونه له مرکزي کمېسیون سره ثبت شوي وو، سکېن یې وخت واخست او دادی تازه دا مرحله پای ته ورسېده او د شکایتونو څېړنه پيل شوه.

د حقجو په خبره، دوی هڅه کوي، په قانون کې له ټاکل شوي وخت سره سم، شکایتونه وڅېړې او پایلې یې معلومې کړې.

د کابل حکومت ولسمسشریزې ټاکنې، چې د تلې د میاشتې په شپږمه  نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو جنجالي ټاکنې وې، چې د لومړنیو پایلو اعلان یې څو میاشتې وخت ونیو او د تېرې میلادي میاشتې په ۲۲مه نېټه اعلان شوې.

یادې پایلې، د اکثریت نوماندانو او ټاکنیزو ډلو له لوري رد شوې او د ټاکنو کمېسیون تورن شو، چې د یوه ځانګړي انتخاباتي ټکټ پلوي کوي.

ویل کېږي، د اعلان شویو پایلو په تړاو  ټولټال ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي، چې تر ټولو زیات یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې له لوري ثبت شوي.