د امریکا او د افغانستان چارواکو امنیتی غونډه وکړه
(last modified Thu, 02 Jan 2020 23:31:25 GMT )
Jan 03, 2020 04:01 Asia/Kabul
  • د امریکا او د افغانستان چارواکو امنیتی غونډه وکړه

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی د افغانستان په لویدیځ کښې د فراه ولایت چارواکو پرون د ایران سرحد ته نږدې د امریکا او د افغانستان د چارواکو ترمینځ د امنیتی غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .

د فراه ولایت چارواکو وویل په دغه امنیتی غونډې کښې په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د عسکرو قومندان جنرال سکاټ میلر او د افغانستان د ملی امنیت ادارې  مشر ضیا سراج او د دفاع وزارت مرستیال محمد یاسین ضیا ګډون درلود .

په دغه امنیتی غونډې کښې د افغانستان د  فراه ولایت په امنیتی حالت او د طالبانو ډلې پرضد د بریدونو په دوام ټینګار وشو .

فراه ولایت کابو اته څلویښت زره  (۴۸۰۰۰)مربع کلومیټره مساحت او څه دپاسه نهه لکه (۹۰۰۰۰۰) نفوس لری او له شمال خوا هرات ولایت ، له شمال او ختیځ خوا له غور ولایت او له جنوب او ختیځ خوا له هلمند ولایت او له جنوب خوا له نیمروز او له لویدیځ خوا له ایران اسلامی جمهوریت سره ګاونډی دی .