په افغانستان کې د واورې په وریدو سره په اکثره ولایتونو کې مواصلاتي لاري دخلکو پر مخ بندي شوي
(last modified Tue, 07 Jan 2020 13:12:19 GMT )
Jan 07, 2020 17:42 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د واورې په وریدو سره په اکثره ولایتونو کې مواصلاتي لاري دخلکو پر مخ  بندي شوي

په افغانستان کې له پنځو ورځو واورې وریدو وروسته نن آسمان شین شو، اکثره خلک په خاصه توګه بزګران واوره د آبادۍ او سوکالۍ سبب بولي او دا خوښوي چې ټول ژمی واوره واوري تر څو راتلونکی کال آب باد شي خو نور خلک بیا لمر ته خوشاله دي او له واورې ستړي ښکاري

فهیم الله دغزنی ولایت اوسیدونکی دی، نوموړی وایی پنځه ورځې کیږي چې بامونوته پورته کیږو او راکښته کیږو او واوره اچوو دی وایي نور بس ده دواورې په پاکولو سره راته دملا درد یې راته پیدا شو.

دې واورې نه يوازې خلک په پاکولو ستړي ستومانه کړي بلکه خلک یې له کلیو او ولسوالیو نه دښار په لور تګ نه هم په کور کښینولي دي .

غلام حسین د ناهور ولسوالۍ اوسیدونکی دی ، دی وایي زه دلته په درسونو بوخت یم خو چې تیره ورځ مې له کوره خبر واخیست وایي کورنۍ مې راته وویل لاره بنده ده او هیڅ نه شي کولای چې ښآر ته تګ راتګ وکړي .

دافغانستان دټرانسپورت وزارت مرستیال ویاند یوسف خان تهران راډیو ته وویل چې تنها په تیره اونۍ کې چې واوره اوریده دیوې ورځې لپاره د سالنګ لاره دټرافیک پر مخ بند وه او د دې اونۍ د واورې په لړ کې هیڅ کومه لاره نه ده بنده شوې .

خو دغزني ولایت ټولګټو ګټو دریاست مشر محمد آصف ذهین بیا تهران راډیو ته وايي چې له تیرې ورځې راهیسې د ناهور او مالستان لاره تر اوسه بنده ده چې کار پرې روان دی او هیله ده چې د نن ورځې تر ماښامه پورې لاره دټرافیکو پر مخ خلاصه شي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې هر کال د وارې په وریدو سره په اکثره لرو پرتو ولسوالیو او سالانګونو کې لاره د ټرافیکو پر مخ بندیږي ځکه چې په دې سیمو کې دواورې کچه لوړه وي .

 

ټیګونه