کابل کښې زیاته اندازه ناقانونه وسله نیول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87127-کابل_کښې_زیاته_اندازه_ناقانونه_وسله_نیول_شوې
دافغانستان دکورنیو چارو وزات په کابل ښار کې اوه نوي (۹۷ ) میله غیرقانوني وسلې کشف او ترلاسه کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 12:26 Asia/Kabul
  • کابل کښې زیاته اندازه ناقانونه وسله نیول شوې

دافغانستان دکورنیو چارو وزات په کابل ښار کې اوه نوي (۹۷ ) میله غیرقانوني وسلې کشف او ترلاسه کړې.

له غزني زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر پاڼه کې راغلي چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، کابل کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې (۹۷ ) میله بېلابېل ډوله غیرقانوني وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

ویل کیږي یادې وسلې په یوې خصوصي امنیتي کمپنۍ پورې تړاو لري، چې پنځه (۵) میله پیکا او( ۹۲ ) میله کلاشینکوفونه پکې شامل دي.

خبر پاڼه وایي په دې تړاو د پولیسو لا زیاتې پلټنې او ګروېږنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خلکو د دوکه کولو په تړاو د فرېبکارانو یوه (۲۵ ) کسیزه ډله هم نیول شوې وه.

یادو کسانو د "کیونېټ" په نوم یوه شرکت کې د "څنګه شتمن شئ؟" هدف لپاره فرېبکارانه فعالیت کاوه، چې پولیسو د خلکو د پرله پسې غوښتنو او عریضو له ترلاسه کولو وروسته نیولي دي.