صدیق صدیقي وايي
د امریکې او طالبانو ترمینځ مذاکراتو ماتې خوړلې ده
د افغانستان د ولسمشر ویاند په قطر کښې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو د ماتې خبر ورکړی دی.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې صدیق صدیقي پرون په کابل کښې یوه خبري ناسته کښې وویل: په قطر کښې د امریکې او طالبانو د استازو ترمینځ خبرواترو کښې د تاؤتریخوالو د کمیدو یا د اوربند په هکله هیڅ پرمختګ نه دی شوې.
د افغانستان د ولسمشر ویاند د طالب ډلې له خوا د اوربند د منلو په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه چې دغه ډله دې په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د دې هیواد له حکومت سره نیغ په نیغه خبرو ته کښیني.
صدیق صدیقي هم داشان ټنیګار وکړ چې په افغانستان کښې جنګ ختمول او صلحه راوستل د حکومت وړومبیتوب دی.
د ویلو ده چې په قطر کښې د طالبانو او امریکې د استازو ترمینځ د خبرواترو یوولس پړاؤنه ترسره شوې دي خو دغو دواړو لورو تراوسه په یادو مذاکراتو کښې د افغانستان د حکومت ګډون ته غاړه نه ده ایښې.
له دې نه علاوه دغو خبرواترو لاهم د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلې او امریکایان له ترهګرۍ سره د جنګیدو په پلمه هم هغه شان په دغه هیواد کښې پوځي شتون لري.