د امريکې او طالبانو د خبرو اترو ماتې
د امريکې او طالبانو د خبرو اترو ماتې
د افغان ولسمشر وياند په قطر کښې د امريکې او طالب ډلې د خبرو اترو د ناکامۍ خبر ورکړ.
صديق صديقي په کابل کښې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل: په قطر کښې د امريکې او طالب ډلې د استازيو په خبرو اترو کښې د تاوتريخوالي د کمښت يا ډزبندۍ په اړه هيڅ پرمختګ نه دے شوے.
د افغان ولسمشر وياند د طالب ډلې لخوا د ډزبندۍ د منلو په ضرورت باندې په تاکيد سره وويل: دغه ډله پکار دي په افغانستان کښې د صلحې د ټيګښت لپاره د دغه هېواد له حکومت سره نېغ په نېغه خبرو اترو ته راودانګي.
صديق صديقي په دې خبره تاکيد وکړ چې په افغانستان کښې د جنګ ختمول او د صلحې ټينګښت د حکومت ترجيح ده.
په قطر کښې د طالب ډلې او امريکې د استازيو ترمېنځ د خبرو اترو يولس پړاونه اوشول او دواړه خواوې تراوسه په دغو خبرو کښې د افغان حکومت شريکولو ته تيارې شوې نه دي.
په قطر کښې د امريکې او طالبانو د خبرو اترو د نوي پړاو ماتې په داسې حال کښې ده چې په دې وروستيو کښې داسې رپوټونه خپارۀ شوي دي چې دا ښودنه کوي دواړه خواوې د صلحې د موافقه ليک د مسودې په باره کښې توافق ته رسېدلي دي او دغه سند لاسليک ته چمتو دے.
په افغانستان کښې د تاوتريخوالي د کمښت لپاره د سپينې ماڼۍ غوښتنې ته د طالبانو منفي ځواب ته په پام سره د هغوي د خبرو اترو د ورستي پړاو ناکامي تقريباً اټکلېدونکې وه.
د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي زلمي خليلزادله دې مخکښې له طالبانو غوښتي وو چې په افغانستان کښې دې تاوتريخوالے کم کړي چې دغې ډلې ورته منفي ځواب ورکړ.
د طالب ډلې سرغنه تاکيد وکړ چې په افغانستان کښې د تاوتريخوالو کمښت به دامريکې لخوا د صلحې د موافقه ليک له لاسليکېدو او له افغانستان څخه د امريکائي فوځيانو له وتلو وروسته امکان ولري.
د تاوتريخوالو د کمښت په باره کښې د طالب ډلې دريځ ښودنه کوي چې دغه ډله د امريکې د غوښتنې منلو ته تياره نه ده او د صلحې د موافقه ليک د لاسليکېدو او دامريکائي ځواکونو د وتلو تر وخته هم هغه شان د جنګ په دوام او د هغه په سختولو ټينګار لري.
له مختلفو هېوادونو سره د موافقه ليکونو په لاسليکولو کښې د امريکې پرله پسې بدقوليو او په خپلو وعدو عمل نه کولو ته په پام سره طالبان هم دې ته تيار نه دي چې له امريکې سره د صلحې د موافقه ليک له لاسليکېدو او له افغانستانه د امريکائي ځواکونو له وېستلو نه مخکښې
په افغانستان کښې تاوتريخوالي ختم کړي او جنګ بند کړي.
په افغانستان کښې د تاوتريخوالو د ختمولو لپاره د امريکې له وړانديزي پلان سره مخالفت يوازې له طالبانو سره محدود نه دے او افغان حکومت هم نه دے منلے.
افغان حکومت ويلي دي چې د تاوتريخوالو کمول څه مفهوم نه لري او حکومت ډزبندي او د جنګ خاتمه غواړي. د افغان چارواکو له نظره د طالب ډلې لخواد تاوتريخوالو د کمولو په باره کښې د امريکې د خوښې پلان د صلحې د ټينګښت لپاره په افغانستان کښې له ملي غوښتنې سره د مخامخېدنې لپاره د پالېسۍ په برابرولو کښې د امريکې د سرګردانۍ يوه نښه ده.
افغان حکومت په دې باوري دے چې امريکه د خپلې ادعا په اپوټه په افغانستان کښې د صلحې او ثبات له ټينګښت سره د مرستې لپاره څه انګېزه نه لري او له طالبانو سره د صلحې د خبرو اترو له بهير څخه د کابل په حذفولو سره په عملي توګه د دغه هېواد ملي ګټې او حاکميت زيانمن کړے دے.
په همداسې حالاتو کښې دي چې افغان حکومت په ځلونو ويلي دي چې د د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې د هر ډول موافقه د دغه هېواد لخوا د هغې له تائيدولو نه بغېر روا او قانوني نه ده او د عملي کېدو امکان به هم ونه لري.
د همداسې يوې داسې ملاحظې له مخې ده چې افغان حکومت او ملت له امريکې غوښتي دي چې له دغه هېواده دې د خپلو فوځيانو په وېستلو سره د جنګ د ختمولو او دائمي صلحې د ټينګولو په خاطر له طالبانو سره د کال د خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي چې سپينه ماڼۍ هم هغه دغې غوښتنې ته بې پامي کوي.
------------
ترجمه: شاهين