طالبان نړیواله ټولنه غولول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i87400-طالبان_نړیواله_ټولنه_غولول_غواړي
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل: د حملو د کمولو لپاره د طالبانو د طرحې موخه له حقیقي صلحې تیښته او د نړیوالې ټولنې دوکه کول دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2020 13:09 Asia/Kabul
  • طالبان نړیواله ټولنه غولول غواړي

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وویل: د حملو د کمولو لپاره د طالبانو د طرحې موخه له حقیقي صلحې تیښته او د نړیوالې ټولنې دوکه کول دي.

د طلوع خبري چینل د خبر له مخې سرور دانش نن په کابل کښې یوې خبري غونډې کښې زیاته کړه: ممکنه ده چې امریکا له طالبانو سره تشر د صلحې موافقه لاسلیک کړي خو دغه موافقه به د افغانستان ستونزه هواره نه کړي.

هغه څرګنده کړه: که د طالبانو او امریکې ترمینځ دغه موافقه لاسلیک شي نو دا به یو مثبت حرکت وي خو د جنګ اصلي لوری، د افغانستان حکومت او خلک دي چې تراوسه څنګ ته ساتل شوې دي نو په داسې حالت کښې د صلحې د عملي کیدو امکان نشته.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان خلک یوه داسې صلحه غواړي چې طالبان له جنګه لاس واخلي او د ډیموکراټیکو او قانوني مکانیزمونو له لارې په قدرت کښې په ونډه اخیستو سره د خلکو لپاره د صلحه ایز سیاسي ژوند فضا برابره کړي.